14:39
20.7.2019
د مومندو په پنډيالۍ تحصيل کې د دوو ډلو تر منځ د ډزو په نتيجه کې دوه کسان ژوبل شوي دي. تر پېښې وروسته په ګورنمنټ ګرلز مډل سکول ګلاب جان پنډيالۍ کې د ښځو په دې پولنګ سټېشن کې د رايو اچولو بهير د يو ساعت لپاره وځنډول شو چې بيا وروسته پيل شو.
13:51
20.7.2019
13:41
20.7.2019
په اورکزو کې يو ګاډی له غره څخه يوې کندې ته لوېدلی چې دوه کسان پکې وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي. سپاره کسان د ووټ اچولو لپاره د رايو مرکزونو ته روان ول.