سلوواکی پولیس د افغانستان ښځینه ارکسټرا د هغو څلورو نجونو په لټه کې دی چې په یوه مېله کې تر ګډون وروسته له هوټله تری تم (ورکې) شوې دي.
د 'زهره' په نوم ۳۵ کسیزې ارکسټرا د جولای پر ۱۳مه د سلوواکیا په ترینڅین ښار کې د پوهودا په نوم مېله کې موسیقي غږولې وه.
د ترینڅین پولیسو ویاند پاول کودلیڅکا وايي، تر مېلې وروسته د ارکسټرا غړې هوټل ته ولاړې خو په سبا سهار یې څلور ورکې وې. نوموړي د هغوی نومونه جوت نه کړل خو د سلوواکیا ځینو رسنیو خبر ورکړی چې د دې ارکسټرا ځینو غړیو ویلي ول چې د یوې نجلۍ تربور په جرمني کې اوسي.
د دغو څلور نجونو له ورکېدو سره سره، ښځینه ارکسټرا چې پنځه کاله مخکې راجوړه شوې وه، د سلوواکیا لوېدیز کې یې دا اونۍ ګڼ کنسرټونه وغږول. دوی هله نوم وموند کله چې یې دوه کاله وړاندې په ډېوس کې د جهاني اقنصادي فورم په وروستۍ ورځ یې کنسرټ وړاندې کړ.