د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې یو بل پخوانی وزیر اعظم ګرفتار


د پاکستان پخوانی وزيراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان پخوانی وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

د پاکستان احتساب قامي ادارې نېب د مسلم ليګ (ن) يو مشر او د دې هېواد پخوانی وزيراعظم شاهد خاقان عباسي نيولی دی.

د مشال راډيو خبریال وايي، نیب نن شاهد خاقان عباسي په اېل اېن جي کېس کې وربللی وو خو نوموړي ورته له وړاندېدو انکار وکړ. عباسي نن د جولای ۱۸مه په لاهور کې د مسلم ليګ (ن) د مشر شهباز شريف په خبري غونډه کې د ګډون لپاره روان وو چې د نیب چارواکو په ټوکر نياز بېګ سيمه کې ونيولو.

نېب په خپله اعلاميه کې ويلي دي نوموړي يې په اېل اېن جي کېس کې نیولی او سبا د جمعې په ورځ د ريمانډ اخستلو لپاره به يې عدالت ته وړاندې کوي.

د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف د عباسي د نيولو غندنه کړې او دا ګام يي سياسي انتقام بللی دی. نوموړي ویلي چې نیب دا کار د عمران خان په وینا کوي.

د نوموړي وينا وه د مسلم ليګ ن زياترا مشران دا وخت د نیب په عقوبت خانو کې بنديوان دي او له هغه وروستو بيا د پيپلز پارټۍ مشران بنديوان دي د نیب چيرمېن او د څلور واړو صوبو د نیب له مشرانو سره د حکمران ګوند او د هغوی د اتحاديانو د اربونو کربونو روپو د درغليو کېسونه پراته دي خو افسوس چې تر اوسه د يوه تن کېس هم رابرسيره نکړل شو او دا ځکه چې هغوي په حکومت کې دي صرف د پېښور د بي ار ټي پروژې پلټنې دې وکړي نو هر څه به په ډاګه شي.

عباسي د مسلم ليګ (ن) په پخواني حکومت کې د پېټروليم وزير وو نو د نیب په ادعا هغه له قطر سره د اېل اېن جي (اوبلن/مايع قدرتي ګېس) کړې ټېکه د خپلې خوښې کمپنۍ ته ورکړې وه خو نوموړی دغه تورونه ردوي.

له تېر يوه کال راهيسې په پاکستان کې اپوزيشن ګوندونو، په تېره، بيا د مسلم ليګ نواز او پيپلزپارټۍ له لورې نیب له سختو نيوکو سره مخامخ دی.

دغه ګوندونه تور لګوي چې د احتساب اداره د تحريک انصاف په مشرۍ کې د حکومت په وينا د دوی پرضد د کرپشن مقدمې جوړوي.

نه يوازې سياسي ګوندونه بلکې د مدني ټولنې ځينې فعالان او سياسي شننونکي هم پر نېب ورته تورونه لګوي.

د پاکستان پیپلز پارټۍ چیرمېن بلاول بوټو ویلي موجوده حکومت د نېب په زریعه د پخواني امر پرویزمشرف پالیسي جاري ساتلې او دا د سیاسي انتقام لپاره کاروي.

د شاهد خاقان عباسي ګرفتارۍ په هکله د پاکستان کورنيو چارو وزير اعجاز شاه په کراچۍ کې رسنيو ته وويل نیب يوه ازاده او خودمختاره اداره ده او په غېر د څه اثرو رسوخ نه خپل کارکوي په حکومت د انتقامي سياست کولو تورونه لګول بې ځايه دي او چې چا هم درغلي کړې وي نو سزا به ورته ضرور ملاوېږي.

د ذکر ده چې نیب له وړاندې څخه د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف زوی او په پنجاب اسمبلۍ کې اپوزيشن ليډر حمزه شهباز د امدن نه زياتې اثاثې لرلو، رمضان شوګر ملز کې د غبن او په ناقانونه ډول د پيسو ليږلو په تور کې نيولی دی. خو هغوی دا تورونه نه مني او یوازې حکومتي انتقام یې بولي.

د دې تر څنګ د مسلم ليګ ن رهبر نواز شريف د لاهور په کوټ لکپت زندان کې بنديوان دی. نوموړي ته د ۲۰۱۸ز کال ډيسمبر مياشتې په ۲۴مه نيټه د اسلام اباد احتساب عدالت په العزيزيه سټيل مل قضېه کې د ۷ کالو بند او جرمانې سزا اورولې وه.

XS
SM
MD
LG