د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف د سزا جواز نه دی پاتې: شاهد خاقان عباسي


نواز شریف د درغلۍ په تور زنداني دی
نواز شریف د درغلۍ په تور زنداني دی

اسلام اباد - د پاکستان مسلم لیګ (ن) یو سیاستوال او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي، له دندې څخه د احتساب عدالت قاضي ارشد ملک ګوښه کېدو شکونه پیدا کړي او له کبله یې د پخواني وزیراعظم نواز شریف د سزا جواز نه دی پاتې شوی.

نوموړي د جولای پر ۱۳مه، د اسلام اباد د خبریالانو په مرکز کې وویل، قاضي ملک په خپرې شوې ویډیو کې منلې چې د شریف پر ضد یې فیصله د فشار په نتیجه کې ورکړې.

قاضي ارشد ملک د جولای پر اوومه په یوه بیان کې هغه ویډیو جعلي بللې چې پکې نوموړی ښوول شوی چې د ناصر بټ په نوم یوه کس ته وايي چې د فشار له کبله یې د شریف ضد پرېکړه اورولې وه.

دا فیصله د العزیزیه په نوم د فولادو کارخانې په قضیه کې اورول شوې او نواز شریف په لاهور کې زنداني دی خو نوموړی پر ځای لګېدلي تورونه ردوي او وايي، هېڅ درغلي یې نه ده کړې.

مشال راډیو د هغې ویډیو د کره والي تصدیق نشي کولای او حکومت یې د ساینسي معاینې امر کړی.

شاهد خاقان عباسي خبري غونډې ته وویل، هغه ویډیو ښيي چې په پاکستان کې د احتساب "تش په نوم" بهیر روان دی او دا چې سپریم کورټ دې د دې معاملې "نوټس واخلي."

د قانوني چارو یو پوه شهاب خټک وايي، د ارشد ملک له دندې ګوښه کول ښيي چې د نواز شریف "سزا جواز نه لري" خو حکومت وايي، د هغه سزا تر هغو نشي ځنډېدای چې د اسلام اباد های کورټ پر قاضي ارشد ملک د فشار په اړه نتیجې ته نه وي رسېدلی.

XS
SM
MD
LG