د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیب شاهد خاقان عباسي هم ونیو


د پاکستان پخوانی وزيراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان پخوانی وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

د پاکستان احتساب قامي ادارې نېب د مسلم ليګ (ن) يو مشر او د دې هېواد پخوانی وزيراعظم شاهد خاقان عباسي نيولی دی.

د مشال راډيو خبریال وايي، نیب نن شاهد خاقان عباسي په اېل اېن جي کېس کې وربللی وو خو نوموړي ورته له وړاندېدو انکار وکړ. عباسي نن د جولای ۱۸مهپه لاهور کې د مسلم ليګ (ن) د مشر شهباز شريف په خبري غونډه کې د ګډون لپاره روان وو چې د نیب چارواکو په ټوکر نياز بېګ سيمه کې ونيولو.

د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف د عباسي د نيولو غندنه کړې او دا ګام يي سياسي انتقام بللی دی.

عباسي د مسلم ليګ (ن) په پخواني حکومت کې د پېټروليم وزير وو نو د نیب په ادعا هغه له قطر سره د اېل اېن جي (اوبلن/مايع قدرتي ګېس) کړې ټېکه د خپلې خوښې کمپنۍ تهورکړې وه خو نوموړی دغه تورونه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG