د لاسرسي ځای

تازه خبر

کانګو کې اېبولا وایرس تر بېړني حالته رسېدلی


د ایبولا وایرس. عکس له ارشیفه
د ایبولا وایرس. عکس له ارشیفه

د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) په شمال مشرقي کانګو کې د ایبولا د خونړي وایرس د خوریدو وروسته په نړیواله کچه د روغتیا بیړنۍ حالت اعلان کړی.

دا وایرس اوس د روانډا پولې ته نېږدې د ګوما په نوم ښار ته رسېدلې چیرته چې دوه میلیونه خلک ژوند کوي.

ډبلیو اېچ او دا اعلان د جولای پر ۱۷مه وروسته له هغې وکړ چې پروسږ کال د اګست د میاشتې راهیسې د دې وایرس له کبله نېږدې ۱۷۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

دا په تاریخ کې د دې رنځ د خوریدو دویمه لویه پېښه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG