د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د انصاف نړيوال عدالت امر د کلبوشن د مرګ سزا پر حالت اغېز نه لري"


د ټي وي پر پرده د کلبوشن يادو انځور
د ټي وي پر پرده د کلبوشن يادو انځور

د پاکستان لوی څارنوال ویلي دي چې د انصاف نړیوال عدالت امر د هند د بحري ځواک پخواني افسر د مرګ سزا پر حالت هېڅ اغېر نه لري.

د لوی څارنوال دفتر بېګا (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، پاکستان د روانې (مې) میاشتې پر ۱۵مه د انصاف نړیوال عدالت ته باور ورکړی وو چې له قانون سره سم به کلبوشن یادو ته د خپلې دفاع حق ورکوي. دا بیان تر هغې وروسته خپور شوی چې تېر مازیګر د انصاف نړیوال عدالت پاکستان ته امر وکړ چې د جاسوسۍ او ترهګرۍ په تور دې کلبوشن یادو نه وژني. په هېګ کې د ملګرو ملتونو دې عدالت وویل، پاکستان دې د هند دایرې کړې مقدمې تر فیصلې پورې کلبوشن یادو ته د مرګ سزا نه ورکوي. هند تېره اوونۍ په نړیوال عدالت کې د پاکستان پر ضد مقدمه دایره کړه او تور یې پورې کړ چې تېر کال چې یادو ونیول شو نو پاکستان ورته د سفارتي مرستو حق په نه ورکولو د سفارتي اړیکو په اړه د ویانا کنوېنشن سرغړونه کړې. خو د پاکستان لوی څارنوال دفتر په بیان کې ویلي چې د هند مقدمه هېڅ اساس نه لري.

پاکستان دريځ لري چې کلبوشن یادو يي په ۲۰۱۶م کال کې په بلوچستان کې نیولی او هغه د جاسوسي تر څنګ د ترهګرۍ فعاليتونه کول نو ځکه ورته عدالت د مرګ سزا اورولې.

خو هند بيا وايي چې يادو جاسوس نه دی او له ایرانه تښتول شوی دی. نوي ډيلي پاکستان کې د کلبوشن يادو پر مقدمه د نيوکو په ترڅ کې ويلي چې هغه په انصاف نه وه ولاړه نو ځکه يې نړيوال عدالت ته مخه کړه.

XS
SM
MD
LG