د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد ګرفتار


د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد
د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد

د پاکستان په پنجاب کې د ترهګرۍ ضد ادارې په دغه هېواد کې د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد نيولی دی.

د پنجاب قانون صوبايي وزير محمد بشارت راجه د مشال راډيو له خبریال بشیر ګواښ سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې له ترهګرو سره په مالي مرسته تورن حافظ سعيد له لاهوره د ګوجرانوالې ښار ته پر لار نيول شوی دی.

د تېرې دوشنبې په ورځ د لاهور يوه عدالت د هغه د نيول کېدو مخکې ضمانت منظور کړی وو. خو راجه وايي حافظ سعيد په يو بل کېس کې نیول شوی دی خو دا یې و نه ویل چې په کومه مقدمه کې.

د حافظ سعيد د نيول کېدو خبر په داسې مهال مخې ته راځي چې وزيراعظم عمران خان راتلونکې اونۍ امريکې ته ځي. همداراز د د تورو پیسو مينځلو او له ترهګرو سره د مالي مرستو څارونکې نړېوالې ادارې اېف اې ټي اېف پاکستان په خړ لیست کې اچولی او د اکتوبر په مياشت کې بله ارزونه کوي چې ایا پاکستان له خړ ليست څخه تور ليست ته واچوي او کنه!

''د حافظ سعید نیونه امریکا ته د عمران خان له تګ سره تړاو لري''
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

حافظ سعید د جمات الدعوا مشر دی چې پرې په ۲۰۰۸ز کال په ممبۍ کې د ترهګرو بریدونو تورونه دي. د هغه د ډلې پر ځینو نورو مشرانو هم له ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو په تړاو مقدمې درج شوي دي.

په ۲۰۱۴ز کال امریکا جماعت ادعوه د نرهګرو ډلو نوملړ ته واچوله او پر هغې یې مالي بندیزونه ولګول. د امریکا لخوا د حافظ سعید په باب مالومات ورکوونکي ته د یو کروړ ډالرو انعام ورکولو ېپشکش کړی وو. له هغه پس په ۲۰۱۵ز کال کې پاکستان اعلان وکړ چې د جماعت الدعوه په ګډون د هغو ټولو تنظیمونو شتمنۍ یې کنګل کړې دي چې ملګرو ملتونو بندیزونه پرې لګولي.

''حافظ سعید نیول کېږي نه، داوړ او وزیر پرېښودل کېږي نه''

XS
SM
MD
LG