د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د ايف ای ټي ايف له خړ لیسته د وتلو کوښښ


د ایف، ای، ټي ايف د دفتر لوحه
د ایف، ای، ټي ايف د دفتر لوحه

د پاکستان حکومت کوښښ کوي چې پر مالي بدعنوانيوو نظر ساتونکې نړيوالې ادارې، ایف ای ټي ايف له خړ ليست څخه ووځي او په تور ليست کې يې رانه شي.

دغه اداره د جون په مياشت کې په دې اړه د امريکې په فلورېډا کې فېصله کوي. په قامي اسمبلۍ کې د بهرنيوو چارو د څارنې کمېټي مشر او د حکمران تحريک انصاف ګوند غړي، ملک محمد احسان توانا د مې په شلمه مشال راډيو ته وويل حکومت د ايف، ای، ټي، ايف غوښتنو پوره کولو لپاره ځيني سختدريځه کسان نيولي او او د ځينو ډلو نومونه يې د بنديزونو په ليست کې اچولي دي.

نوموړي زياته کړه: ((د يو تنظيم په باره کې او نورې چې کومې مسلې دي، د هغې لپاره حکومت داسې ګامونه اخيستي چې موږ ترې د ښو تمه لرو. پاکستان د نړيوال کلي برخه دی. موږ يو ذمه وار قوم يو. د ترهګرۍ ځپلو لپاره قامي ايکشن پلان هم لرو. نو دې هر څه ته په کتو سره چې کومې غوښتنې شوې وي، حکومت د هغوی پوره کولو لپاره ګامونه اخیستي دي. ټولې ادارې په دې لګيا دي.))

هر څه چې د ملک بهترۍ لپاره ممکن دي، حکومت هغه کوي. کومې غوښتنې چې دي د هغوی په اړه حکومت قدمونه اخیستي دي.
ملک محمد احسان توانا

د پاکستان حکومت د مې په لسمه د هند او امريکا له خوا په ترهګرۍ تورن حافظ سعيد له خوا جوړه شوې جماعت الدعوه ډله او د دوی اوه خیريه ادارې ناقانونه اعلان کړي. تر دې وروسته د خافظ سعيد اوښی او د دې ډلې يو مشر عبدالرحمن مکي ونيول شو. حافظ سعيد هم تر نظارت لاندې دی. پر حافظ سعيد په هند کې د حملو پلانولو تور دی خو په پاکستان کې عدالت هغه له تورونو پاک کړی دی. پاکستان ټولې ۷۱ ډلې ناقانونه ګرځولي او بانکي اکاونټونه یې ورله بند کړي دي.

د سياسي چارو پوه، ډاکټر محمد تقي وايي پاکستان بايد د لنډمهالو کارونو پر ځای د پاليسۍ په بدلولو سره داسې ګامونه واخلي چې اثر يې اوږد مهاله وي. هغه مشال راديو ته وويل: ((پاکستان بايد پر خپله خاوره د وسله والو او سختدريځو د ځپلو لپاره داسې کاروايي وکړي چې په نړيواله کچه یې تاييد کېدلی شي. کله چې پر پاکستان فشار راشي بيا ځيني کسان بنديان کړي او ورسته یې بېرته خوشي کړي. له دې څه نه جوړېږي. دايمي حل راويستل پکار دی.))

فايننشل ټاسک فورس يا ایف، ای، ټي، ايف پاکستان د وسله والو د مالي سرچينو په مخنيوي کې د ناکامۍ له وجې د ۲۰۱۸ کال په جون کې په خړ لیست کې اچولی وو او ويلي يې وو چې که تر دې وروسته يې مطمينوونکي ګامونه وانخيستل نو په تور ليست کې اچول کېدای شي. که پاکستان په تور ليست کې راشي نو دغلته بهرنئ سرمايه کاري کمېدلی او اقتصاد يې خرابېدلی شي.

XS
SM
MD
LG