د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني کشمیر کې سېلاونو ۲۸ کسان وژلي


په نیلم وادۍ کې له راغلي سېلاو پس خلک خوندي سیمو ته پناه وړي. ۲۰۱۹ز کال، ۱۵م جولای
په نیلم وادۍ کې له راغلي سېلاو پس خلک خوندي سیمو ته پناه وړي. ۲۰۱۹ز کال، ۱۵م جولای

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې توپاني بارانونو او سېلاوونو ګڼو خلکو ته مرګ-ژوبله اړولې ده.

په پاکستان کې د طبعي ناورینونو سمبالولو ادارې یوه چارواکي سید الرحمن قریشي له ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې سره په خبرو کې په سېلاو کې د ۲۸ کسانو د مړینې پخلی کړی او اندېښنه یې ښودلې چې د مرګژوبلې شمېره زیاتېدلای شي.

د راپورونو له مخې، تر پاکستانۍ ولکې لاندې کشمیر په نیلم دره کې د سېلابونو له امله په وژل شویو کسانو کې د ۱۰ تبلیغیانو په ګډون هغه ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د سېل لپاره نیلم درې ته تللي ول.

چارواکي وايي چې دغو سېلاونو تر ۱۵۰ زیاتو کورونو ته هم زیان اړولی چې له امله یې زرګونه کسانو خپلو کورونو پرېښي دي.

په پاکستان کې هر کال د جولای په میاشت کې د پشکال توپاني بارانونو لړۍ پیلېږي چې امله یې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې سېلاوونه راوځي او ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG