د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغانستان غاړې الوتنو ته فضايي حدود بیا پرانیستل


ارشیف
ارشیف

د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې کره کړې چې پاکستان خپل فضايي حدود له افغانستانه د ورتلونکیو ټولو بهرنیو پروازونو پرمخ پرانیستی دی.

د دې ادارې ویاند قاسم رحیمي نن د جولای په ۱۶مه، ازادي راډیو ته وویل، له کله راهیسې چې پاکستان خپله فضا د افغانستان پروازونو ته تړلې وه، د افغانستان حکومت ته ۲۷ میلیونه ډالر تاوان رسېدلی دی.

د پاکستان حکومت د فبروري میاشت کې خپل فضايي حدود له هند سره د نږدې پوځي کړکېچ د پېښېدو له وېرې بند کړ.

د پاکستان حکومت وروسته خپل فضايي حدود د ډېرو نړیوالو پروزاونو لپاره پرانیست خو له افغانستانه د هند لور ته پروازونه نه پرېښودل کېدل.

د پاکستان هوايي چلند ادارې په دوشنبه په یوه یادداښت کې اعلان وکړ چې فضايي حدود یې ټولو ملکي پروازونو ته پرانیستی دی.

XS
SM
MD
LG