د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: چاودنې ۱۱ تنه افغانان وژلي لسګونه ژوبل


د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې پر سړک د ایښودل شوي ماین په چاودنه کې له لسو زیات کسان وژل شوي او له دېرشو زیات ټپیان شوي دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند تورن احمد صادق عيسی نن ازادي راډيو ته وويل چې دغه چاودنه د ولسي افغانانو پر یوه مزدا ګاډي چې د کندهار له ښاره خاکرېز ولسوالۍ ته پر لاره و، په درزاب سیمه کې شوې ده.

ده وویل: په دغه پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي او شااوخوا ۳۵ نور ټپيان شوي دي، ټپیان د ۲۰۵ اتل قول اردو د منسوبینو له خوا کمپ ته لېږدول شوي او اوس یې درملنه کېږي.

د عیسی په وینا، په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې او کوچنيان هم شامل دي.

ویل کېږي چې په دغه موټر کې سپاره کسان یوه واده ته تلل.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغې چاودنې مسؤليت نه دی اخیستی.

کابل برید کې ښکېل ټول بریدګر ووژل شول: چارواکي

XS
SM
MD
LG