د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل برید کې ښکېل ټول بریدګر ووژل شول: چارواکي


افغانستان: کابل کې د چادونې ژوبلو کسانو درملنه روانه ده. ۲۰۱۹ ز کال د جولای لومړۍ نېټه

کابل - د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ډزو او درنې چاودنې په پېښه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۱۰۵ ژوبل دي چې پکې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې په کابل کې په نننۍ حمله کې ۱۰۵ تنه ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي امنیتي ځواکونو د کابل په ننني برید کې ښکېل پنځه واړه بریدګر ووژل.

د ازادي راډیو خبریال بیا د پېښې له ځایه وایي چې تر اوسه هم د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د بریدګرو په وړاندې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

نوموړي وویل، لومړی د ګلبهار سنټر په سیمه کې یو موټرـ بم چاودنه وشوه، چې بریدګر یوې ودانۍ ته ننوځي او پر ولسي خلکو یې ډزې پیل کړې. نوموړی وايي چې یو مشکوک سړی یې هم په سیمه کې نیولی دی.

د ده په خبره بریدګرو د استوګنې په ځایونو کې سنګر نیولی او پولسیو له هغې سیمې ۱۰ تنه ځایي وګړي ژغورلي دي.

د افغانستان پوهنې وزارت ویلي چې په دغه چاودنه کې د یوه ښونځي شااوخوا ۵۰ زده کوونکي ټپیان شوي دي.

د افغانستان د اولمپیک د ملي کمیټۍ چارواکو هم ویلي چې د فوټبال فېډرېشن سرپرست رییس یوسف کارګر په ګډون د دوی یوشمېر کارمندان ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي د کابل په برید کې یې ټول وسله وال وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:30 0:00

​وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د دغه برید ذمه واري منلې او ویلي یې دي چې دغه برید یې د دفاع وزارت پر لوژستیک ریاست کړی دی.

د امریکا سفارت په یوه بیان کې د وسله والو طالبانو له خوا دغه حمله په سختو ټکو غندلی او هغه یې پر خپلو هېواد والو د طالبانو بې رحمانه برید بللی دی.

سفارت دغه راز ویلي چې په دې برید کې ورته زیان نه دی رسېدلی.

دا برید پر داسې مهال شوی چې د امریکا او طالبانو مرکچیانو په قطر کې د خبرو اووم پړاو پیل کړی چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو هڅې کوي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په پېښور کې د دلیپ کمار د زوکړې ورځ لمانځل شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:24 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG