د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې موټر بم چاودنه، ۱۲ کسان وژل شوي


په غزني کې د موټر بم چاودنې عکس
په غزني کې د موټر بم چاودنې عکس

افغان چارواکي وايي، د جولای د اوومې پر سهار اتو بجو، د غزني ښار د مرکز د لومړنۍ حوزې په مربوطاتو کې د ملي امنیت پر یوه کنډک، د موټر بم په چاودنه کې امنیتي سرتېرو او ولسي خلکو ته تلفات اوړېدلي.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري د جولای پر اوومه، مشال راډیو ته وویل، په‌ دې برید کې ۱۲تنه وژل شوي چې په هغه کې ۸ تنه د ملي امنیت منسوبین او ۴ تنه ملکیان دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار هم په دې پېښه کې د ۱۲ کسانو وژنه تاییدوي او وايي چې ۱۷۹ نور ټپیان دي.

د دغې چاودنې په اړه ویډیويي راپور

غزني ښار له چاودنې وروسته
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:46 0:00

محمد عارف نوري دا هم وویل چې د ملي امنیت د کارکوونکو ترڅنګ د یوه خصوصي ښوونځي زده‌کوونکو ته هم په دې برید کې مرګ ژوبله اوښتې او د کنډک د ودانۍ ترڅنګ پراته کورونه ته هم زیانمن شوي دي.

وسله والو طالبانو د پېښې پړه منلې ده.

دا برید پر داسې مهال شوی چې په افغانستان کې د سولې د پروسې لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لړۍ روانه ده. همدا رنګه په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ هم د جولای پر اوومه پیل شوه.

طالبان که څه هم د امریکايي استازو او افغان سیاسي شخصیتونو سره خبرې کړي خو تر دې دمه یې د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته زړه نه دی ښه کړی.

XS
SM
MD
LG