د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۷ ولایتونو کې د خرما ۲۷۰۰ هکټاره تجارتي باغونه جوړېږي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د ۱۵.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت په ۷ ولایتونو کې د خرما ۲۷۰۰ هکټاره تجارتي باغونه جوړېږي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:"دا ۷ ولایتونه ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز او خوست دي، دا هغه ولایتونه دي چې د خرما باغونو جوړولو لپاره ښه شرایط په کې برابر دي."

نوموړي وویل، د خرما دغه باغونه تر راتلونکو ۵ کلونو پورې جوړیږي او بودجه به یې د کرنې وزارت له‌خوا ورکړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG