د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرېکټ جهاني جام انګلستان یووړ


د انګلستان لوبډله په مانچسټر لوبغالي کې د جون پر اتلسمه (۲۰۱۹) د افغانستان ټیم ماتولو پس
د انګلستان لوبډله په مانچسټر لوبغالي کې د جون پر اتلسمه (۲۰۱۹) د افغانستان ټیم ماتولو پس

د کرېکټ نړيوال جام پايلوبه تر يوې سختې او دلچسپې سیالۍ پس نيو زيلېنډ ته په ماتې ورکولو سره انګلستان د کرېکټ په تاريخ کې په لومړې ځل ورلډ کپ وګټلو.

پر اتوار/یکشنبه د لندن په لارډز لوبغلي کې نيو زيلېنډ پچه وګټله او لومړی بېټینګ یې واخیست او په خپل وار کې یې د پنځوسو (۵۰) اورونو په کولو او اتو لوبغاړو په سوځولو یې دوه سوه يو څلوېښت (۲۴۱) منډې وکړې او انګلستان ته ۲۴۲ منډو هدف ورکړ.

د نيو زيلېنډ هېنري نکولز تر ټولو زيات پنځه پنځوس (۵۵) او ټام لاتهم اوه څلويښت (۴۷) منډې وکړې او د انګلستان پلنکټ او کرس اوکس درې درې لوبغاړي اوټ کړل.

انګلستان په جوابي بيټنګ کې په پنځوسو (۵۰) اورونو کې د ټولو لوبغاړو په زیان دوه سوه يو څلويښت (۲۴۱) منډې وکړې او دا شان لوبه بې نتيجې پاتې شوه او خبره سوپر اوور ته ورسېده.

انګلستان لومړی د بېټینګ په کولو سره پنځلس (۱۵) منډې وکړې او نيو زيلېنډ هم په سوپر اوور کې پنځلس (۱۵) منډې جوړې کړې خو فاينل لوبه بالاخره د شپږپزو او څلوريزو د شميرې له مخې د انګلستان په ګټه اعلان شوه او د کرکټ په تاريخ کې دا لومړې ځل وو چې انګلستان ورلډ کپ وګاټه او نيو زيلېنډ پرله پسې په دوهم ځل په پایلوبه کې له ماتې سره مخامخ شو. تر دې وړاندې په ۲۰۱۵ز کال د نړیوال جام په پایلوبه کې یې له اسټراليا څخه بايللې وه.

د کوربه هېواد بېن سټوکس د څلور اتيا (۸۴) منډو په جوړولو سره د لوبې بهترینه لوبغاړی شو.

د پایلوبې تر ګټلو وروستو د انګلستان کپتان اين مورګن وينا وه دا ډېره ګرانه لوبه وه خو چې په څه ډول چې يې وګټله نو دا ورته ارزښت لري د دواړو لوبډلو ترمينځه ډېر زیات توپیر نه وو خو خوشاله دی چې نړيوال جام یې وګټلو. د ده په وینا دا لوبه یې سټوکس او بټلر له کبله ګټلې ده.

د نيو زيلېنډ کپتان کېن وليمسن وينا وه پکار وه چې په خپل بېټینګ یې ډېرې منډې کړې وای خو و یې نه کړې خو خپل ټيم یې تر پایه ډيره ښه مقابله وکړه.

د ذکر ده چې د کرېکټ نړيوال جام دا سيالۍ د مې پر ۳۰مه پيل شوې وې چې پکې د پاکستان او افغانستان په ګډون ۱۰ لوبډلو برخه واخيسته.

په ټورنمنټ کې پاکستان په خپلو نهه ميچونو کې ۵ وګټلې، ۳ يې وبايللې او يو ميچ د باران له کبله بې نتيجې پاتې شو، بلخوا افغانستان خپلې ټولې نهه سيالۍ وبايللې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG