د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني لوبغاړي د وېسټ انډیز بالرانو ته ټینګ نه شول


له ارشیفه
د وېسټ انډیز او افغانستان ترمنځ په ۲۰۱۷ ز کال د لوبې تصویر
له ارشیفه د وېسټ انډیز او افغانستان ترمنځ په ۲۰۱۷ ز کال د لوبې تصویر

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو دوهمه لوبه د پاکستان او وېسټ انډیز ترمنځ وشوه چې پکې په لومړي نیمايي کې د پاکستان ټولې لوبډلې تر ۱۰۵ زیاتې منډې جوړې نه کړای شوې او یو په بل پسې له ماتېدو سره ګرده ډله یې سالې یا چوترې ته وګرځېده.

د مې پر ۳۱ مه ترسره شوې نننۍ لوبه لکه د شل اوریزو سیالیو په همدمره موده کې راونغاړل شوه. د بریتانیا د ناټنګم په ټرینټ برج لوبغالي کې ناست نندارچیان یې پر وخت وزګار کړل. ویسټ انډیز دغه لوبه دومره ژر وګټله چې مستانه او خوښ مزاجه لوبغاړي به په هوسا بدن شپې ته خپل محفلونه تازه او تاوده کړي.

د لوبې پچه د وېسټ انډیز کپتان جېسن هولډر وګټله او خپلې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته یې لومړی د بېټینګ بلنه ورکړه.

پاکستان په ۲۲ اوورنو کې د ټولو لوبغاړیو په ماتېدو په مټې ۱۰۵ منډې وکړې خو وېسټ انډیزد ۱۰۶ منډو موخه په۱۳.۴ اوورونو کې د ۳ لوبغاړو په ماتېدو سره سر کړه او ۱۰۸ منډې یې وکړې.

د دنګو بدنونو وېسټ انډیزیو لوبغاړیو د ۲۰۱۹ ز کال جام ته لومړی ګام په دومره لوی توپیر واخیست که په روانه اتلولۍ کې بله هره سیاله ډله ورته مخامخېږي نو کېدای شي لېنګي یې ورېږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG