د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرېکټ نړیوال جام: بارانه مه اوره لږ تم شه


انګلستان: پاکستانی لوبغاړی محمد حفیظ د جون پر ۱۶مه د هندي توپغورځونکي له لوري له سوځېدو پس سالې ته درومي.
د ۲۰۱۹ ز کال کرېکټ جهاني جام
انګلستان: پاکستانی لوبغاړی محمد حفیظ د جون پر ۱۶مه د هندي توپغورځونکي له لوري له سوځېدو پس سالې ته درومي. د ۲۰۱۹ ز کال کرېکټ جهاني جام

د جون پر ۱۶مه، د هند او پاکستان ترمنځ د کرېکټ نړیوال جام په سیالۍ کې که یو خوا باران خنډونه او ځنډونه راوستل نو بلخوا یو اړخیزې لوبې هم پاکستاني لوبغاړي او نندارچیان دواړه تر فشار لاندې راوستي ول.

که د باران له لاسه لوبه د ۴۰ پرځای شل اووریزې ته هم راښکته شوې وی نو د ((شاهینانو)) په وس نه وه چې بره یې خېژولې وی.

د دې لویه وجه ښايي د دوو هندیو توپوهونکو (بیټسمېنانو) روهېت شرما او وېرات کوهلي ډاډه مټې او پر پېچ د سریښ غوندې نښتي ول چې د راجلاکېدو او ماتېدو یې ګرسره نوم نه اخیست.

د پاکستانۍ غاړي تېز-ترینه او سپین -ترینه توپغورځوونکي (بالران) داسې پوچېدل ته وا د نړیوالې نه بلکې د یوې کلیوالې لوبډلې لوبغاړي یې جهاني ډګر ته ورپورېوهلي دي.

د هند او پاکستان کرېکټ لوبه
د هند او پاکستان کرېکټ لوبه

د یکشنبې په لوبه کې هند په خپل وار سره ۳۳۶ منډې په اسانه وکړې خو پاکستانۍ لوبډلې ته یې د غره هومره موخه وټاکله. کله چې لوبه له ۵۰ څخه ۴۰ اوورونو ته راټیټه کړل شوه نو په دې حساب یانې په څلوېښتو اوورونو کې هندۍ لوبډلې ۳۰۱ منډې کړې وې او پاکستان به په همدومره اوورونو کې لومړی تر ۳۰۱ منډو ځان رساوه او ګټلو ته به یې یوه بالايي منډه هم وهله.

خو باران د شاهینانو وزرې دومره لندې او درنې کړې چې په مټې یې تر ۲۱۲ منډو الوت وکړ او د ۸۹ په توپیر یې له هندۍ لوبډلې ماتې وخوړله.

د پاکستان لوبغاړي او نندارچیان داوړه یې اسمان ګرموي چې لوبه یې باران یووړه.

زما په اند هند د اسټرالیا، انګلستان او نیوزي لېنډ په کتار کې ولاړ هغه ټیم دی چې لوبغاړي او نندارچیان دواړه یې له لوبې خوند اخلي.

ماته خوړل او بری موندل د لوبې اړینې برخې دي خو د یوه نندارچي په توګه چې کله د هندۍ او پاکستانۍ لوبډلې شننه وکړو نو د هندیو لوبغاړیو له بدنونو او غوړګو ورزشکاري داسې جوتېده لکه د ځغاستې مېلې ته راوستي تاند اسونه؛ خو په پاکستانۍ ډله کې داسې چستې دانې لږې ترسترګو کېدلې.

د دې وجه ښايي په هند کې پرله پسې د کاروباري کرېکټ لوبو سیالۍ وي چې خپلې ملي لوبډلې ته د لوبې له پلوه سکښتي تیار او چست لوبغاړي ورسپاري.

دغسې تکړه او د لوبې وړ لوبغاړي که په سیالۍ کې راپرځي هم خو د نندارچي په توګه یې د لوبې کتو مزه ډېره وي.

زما په اند هند د اسټرالیا، انګلستان او نیوزي لېنډ په کتار کې ولاړ هغه ټیم دی چې لوبغاړي او نندارچیان دواړه یې له لوبې خوند اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG