د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا په مشروط ډول د ایراني ټانکر پر خوشې کولو سلا شوی


دا ټانکر برتانیې د جولای پر څلورمه نیولی وو
دا ټانکر برتانیې د جولای پر څلورمه نیولی وو

برتانيا ويلي د ايران د تېلو ټانکر به په دې شرط پرېږدي چې به شام ته تېل نه ورکوي.

دا خبره د برتانيا د بهرنيو چارو وزير جيريمي هنټ د جولای پر ۱۳مه، له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره په ټېلېفوني خبرو کې کړې.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلې چې له ايران سره يې خپلي اندېښنې شريکې کړي او زياته کړې يې ده چې له ظريف سره يې خبرې مثبتې وې.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د دواړو مشرانو ترمنځ د خبرو تصديق کړی خو دا يې نه دي ويلي چې ايا ايران ورسره شام ته د تېلو نه ورکولو خبره منلې او که نه؟

برتانيا په جبل الطارق کې د جولای پر څلورمه د ګريس ون په نوم يو ايرانی بحري ټانکر، چې شام ته روان وو، نيولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG