د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ووټ اچولو ځای کې د پوځ هېڅ کار نشته: فضل الرحمن


مولانا فضل الرحمن او شهباز شريف په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وينا کوي.
مولانا فضل الرحمن او شهباز شريف په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وينا کوي.

د جمعيت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمن د جولايي په ۲۵مه په پيښور کې د حکومت ضد د "میلین مارچ" په نامه پراخ احتجاج اعلان کړی دی.

مولانا فضل الرحمن د جولايي پر ۱۲مه په پيښور کې خبري کانفرس ته وويل چې اپوزشن ګوندونو د تير کال انتخاباتو نتيجې نه وې منلې او د دې پرضد به په ټول هېواد کې د جولايي پر ۲۵مه توره ورځ لمانځي.

نوموړي په قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ څوکيو لپاره کيدونکي انتخاباتو پر مهال د پوځ پر ګمارلو نيوکې وکړې.

ده وویل ، "بيا هغه پالېسي خپله کړل شوې ده چې د پولنګ مرکز بوت دننه به پوځي ولاړ وي. د رایې اچونې ځای کې د پوځي درولو مقصد څه دی، يوازې دا چې ووټ اچونکې اغيز لاندې راشي. په بکسۍ به نظر ساتي، د ووټ په پرچې به نظر ساتي.؟"

مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې تير کال د جولايي پر ۲۵م په عامو انتخاباتو کې چې څه شوي وو بیا د هغه د ګردانولو کوشش روان دی.

د ده په وینا دا ځکه چې "موږ له پوځه شکايت لرو. د تير کال انتخاباتو کې د پوځ توانايي کارول شوې وه. موږ پوځ لپاره احترام لرو، بايد هغوی په دې عمل کې شامل نه شي."

مولانا فضل الرحمن زياته کړه چې د موجوده حکومت تر سوري لاندې منصفانه انتخابات ممکن نه دي.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي مشال راډيو ته وويل چې پخوا به اپوزېشن ګوندونو دا غوښتنه کوله چې انتخابات دې د پوځ تر څارنې لاندې وشي خو اوس يې مخالفت کوي.

ده وویل ،​ "مولانا صيب له پارلېمانه باهر دی، ځکه داسې خبرې کوي. هغه ته ښکاري چې سياست يې ختم شو. باقي د پوځ خبره ده نو هغه زموږ اداره ده. دغه يوه اداره په پاکستان کې پاتې ده. که سيلاب وي، زلزلې يا سخت وخت وي، نو پوځ ورسره ولاړ وي او که ترهګري ده نو پوځ د دې خلاف جنګېږي."

نوموړي وویل چې اپوزېشن به تل دا غوښتنه کوله چې انتخابات دې د پوځ تر څارنې لاندې وشي، اوس يې نه مني. خو د ده په وینا دا انتخابات به شفاف وي.

شوکت يوسفزي وويل، د اپوزشن ګوندونو فشار لاندې به نه راځي او په قبايلي علاقو کې به د پوځ تر څارنې لاندې منصفانه انتخابات يقيني کوي.

په پېښور کې د ډان ټيلي وژن بيورو چيف علي اکبر وايي، په قبايلي ضلعو کې کيدونکي انتخاباتو په اړه د اپوزېشن ګوندونو اندښني پر ځای دي.

" د مولانا صيب د خبرو دا معنا نه ده چې پوځ به پولنګ مرکزونو دننه يا باهر وي بلکې مخالف ګوندونه دا ګني چې له انتخاباتو مخکې په نتيجو اثر انداز کيدل دي."

د پاکستان د ټاکنو کميشن په قبايلي ضلعو کې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره کېدونکي انتخابات د پوځ په نګرانۍ کې د کولو لپاره نوټيفيکېشن د جون پر ۲۱مه جاري کړی وو.

په قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ د ۱۶ څوکيو لپاره د جولایي پر ۲۰مه انتخابات کېږي.

XS
SM
MD
LG