د امریکا لپاره د بریتانیې سفیر کیم داروک له خپلې چوکۍ استعفا ورکړې ده.
نوموړي دا پریکړه وروسته له هغې کړی کله چې د هغه سفارتي پیغامونه راڅرګند شو، په کوم کې چې يې پر ولسمشر ټرمپ نیوکې کړي وې.
د سفارتي پیغامونو له خپریدو وروسته ولسمشر ټرمپ، کیم داروک د احمق په نوم بللی وو.
بریتانوي سفیر په دغه پټو پیغامونو کې ولسمشر ټرمپ ته ناپوهه ویلي وو.