اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او روسیې په دوحه کې د دوه ورځنۍ افغان خپلمنځۍ ناستې پایلې وستایلې.
د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ د دفتر ویاندې مایا کوچیانڅیڅ په یوه خبرپاڼه کې د دې غونډې هدف، رسمي خبرو ته لار هوارول بللي دي او زیاته کړې یې ده چې د دې غونډې ګډونوالو د سولې د یوې پراخې پروسې پیل ته شریکه هیلمندي وښودله.
اروپايي ټولنې یو وار بیا ژمنه کړې چې د افغانانو په مشرتابه او مالکیت به د سولې سیاسي او مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو هم په یو بیان کې د دې دوه ورځني کنفرانس بحثونه رغوونکي بللي دي.
په عین حال کې روسیې هم د افغانانو د د دې خپلمنځي غونډې نتیجې ستایلې دي.
د روس د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویب پاڼه دا غونډه د هغو بین الافغاني غونډو دوام بللی چې په مسکو کې پیل شوې وې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د سه شنبې په ورځ په دوحه کې د افغانانو په خپلمنځ کې د ترسره شوو خبرو اترو د نتیجو هرکلی کړی دی.