د لاسرسي ځای

تازه خبر

له قبایلي ضلعو ۱۴۴مه دفعه واخیستل شوه


د پاکستان انتخاباتي کميشن ويلي چې د خېبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې لګېدلې ۱۴۴مه دفعه سر له ننه پای ته رسېدلې ده.

دا پرېکړه د جولای پر نهمه نېټه د پاکستان انتخاباتو کميشن مشر سردار محمد رضا په مشرۍ د کميشن او د خېبر پښتونخوا انتظامي چارواکو په غونډه کې وشوه. د کميشن وياند الطاف خان مشال راډيو ته وويل، چې د خیبر پښتونخوا حکومت ته وویل شول چې ۱۴۴ دفعه په انتخاباتي هلو ځلو کې خنډ جوړوي نو حکومت دې دغه دفعه لیرې کړي نو ځکه حکومت دغه دفعه هسته کړله.

د خیبر پښتونخوا د قبايلي ضلعو په ځانګړې توګه د شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان په ګڼو سيمو کې ۱۴۴مه دفعه لګېدلې وه چې ترمخه يې پر ولسي غونډو او د خلکو پر راټولېدلو بنديز لګېدلی وو.

په دې سيمو کې د ۲۰م جولای صوبايي اتنخاباتو ته ولاړو کانديدانو په وار وار غوښتنه کړې وه چې دغه بنديز دې پورته کړل شي چې دوی خپل انتخاباتي کمپاين وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG