د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر تایوان د ۲،۲بیلیونه ډالرو پوځي سامانونه پلوروي

عکس له ارشیفه.
عکس له ارشیفه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، پر تایوان یې د ۲،۲ بیلیونه ډالره پوځي سامانونو د پلورلو منظوري ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې چین پر دغه سودا سختې نیوکې کړې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جولای پر اتمه پر تایوان د ۱۰۸ ابرام ټېنکونو،۲۵۰ سټینګر میزایلو او نور پوځي سامان د پلورلو منظوري ورکړه.

چین تایوان له ځانه بېله شوې برخه ګڼي.

تېره میاشت د چین د بهرنیو چارو وزارت پر واشنګټن ټینکار کړی و چې دغه سودا دې نه کوي.

د تایوان د ولسمشر دفتر په سودا د امریکايي حکومت مننه کړې ده او ویلي یې دي چې تایوان به پر خپله دفاع نورې پیسې هم مصرف کړي او د امریکا او نورو دغه ډول فکر لرونکو هېوادونو سره د امنیت په برخه کې اړیکې مظبوتوي.

د امریکا او چین اړیکې په ورستیو کې د تجارت پر سر ترینګلی شوي دي.

XS
SM
MD
LG