د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ایران فشارونو ته دوام ورکوو: پېنس


د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس ویلي پر ایران به فشارونو ته دوام ورکوي.

نوموړي د جولای پر اته په واشنګټن کې یوې غونډې ته د وینا په مهال وویل، ایران له محدودیته زیات د یورنیمو غني کولو ګواښ کړی دی او امریکا به هېڅکه د دې اجازه ورنه کړي چې ایران اټومي وسلو ته ورسېږي.

خو ایران تل ویلي چې اټومي خوزښتونه یې د سوله ایزو اهدافو لپاره دي.

پېنس وویل، له محدودیته زیاتو یورانیمو د غني کولو اعلان د ایران د مضرو خوزښتونو برخه ده.

د ایران او د نړۍ ځواکمنو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵م کال کې اټومي تړون شوی چې ترمخه یې ایران له محدویته زیات یورانیم نه غني کوي اوپه بدل کې به یې له تهرانه اقتصادي بندیزونه لیرې کېږي.

امریکا تېر کال له دغې تړونه ووته.

ایران هم په ورستیو کې ویلي له محدودیته په زیاته اندازه یورانیم به غني کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG