د لاسرسي ځای

تازه خبر

قطر په دوحه کې د افغانستان د سولې خبرې بریالې وبللې


قطر په دوحه کې د افغانستان د سولې خبرې بریالې وبللې.

په هغه اعلامیه کې چې په کړکیچونو کې د منځګړیتوب په چارو کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني له‌خوا نن خپره شوې، ویل شوي چې دوی ډېر زیات خوښ دي چې د سولې لپاره په لومړي ګام کې یې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

په‌دغو دوه ورځنیو خبرو کې چې د قطر او جرمني په ګډ کوربه‌توب تنظیم شوې، افغان سیاستوالو، مدني ټولنې، ښځو او د طالبانو استازیو ګډون کړی وو.

ګډ پریکړه‌لیک چې تېره شپه ناوخته خپره شوه:

  • په عام المنفعه تأسیساتو د بریدونو بندېدل.
  • د خلکو د سر او مال د ساتنې تضمین.
  • د سولې د خبرو دوام.
  • او د معیوبو او ناروغو بندیانو خوشې کېدل مهم موارد دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد چې له طالبانو سره په دوحه کې اووم پړاو خبرې مخته وړي، هم دغه خبرې د سولې لپاره ګټورې بللې دي.

ښاغلي خلیل‌زاد تېره شپه په یوه ټویټري پیغام کې وویل چې: "دغه خبرې اترې د افغانانو د څلوېښت کلنې جګړې او ناوړه کړاونو د پای ته رسولو لپاره د لا پرمختګ هیله وربخښي. موږ به نن سهار له طالبانو سره د خپلو خبرو په بیا پیلولو سره په خپلو هڅو ټینګار وکړو."

د طالبانو له استازیو سره د ښاغلي خلیل‌زاد روانې خبرې د بین الافغاني خبرو په خاطر پرون او وړمه ورځ ځنډول شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG