امريکا ويلي چې ايران به د ٢٠١٥ز کال اټومي تړون له محدوديتونو هاخوا د خپل اټومي پروګرام د پرمخبیولو له کبله له نورو بنديزونو سره مخامخ شي.
دا تړون چې د تهران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوى و، واشنګټن يې ملاتړ نه کوي.
د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو په یکشنبه پر ټويټر کښلي: "د ايران لهخوا د اټمي پروګرام تازه پراختيا به د نورو بنديزونو سبب شي."
پامپيو دا هم ليکلي: "دولتونه بايد خپل هغه اوږدمهالى معيار بیرته پرځای کړي چې د ايران د اټومي پروګرام لپاره د يورانيمو بډایول منع کوي."
د پامپيو په خبره: "د ايران رژيم چې په اټومي وسلو سمبال وي، نړۍ ته به نور هم لوى خطر پېښ کړي."
ويل شوي چې مايک پامپيو به د ايران د وروستي اعلان په اړه د امريکا پر ممکنه اقدام نن په بهرنيو چارو وزارت کې يوه کنفرانس ته نور جزئيات ورکړي.
د ايران يوه دولتي وياند علي ربيعي په یکشبه په تهران کې خبريالانو ته وويل چې هېواد يې د يورانيمو بډایولو له هغه حده واوښت چې په اټومي تړون کې ورته ځانګړي شوي ول.
بلخوا د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف پر ټويټر ليکلي، د تهران دا پرېکړه چې د يورانيمو بډایول به زياتوي، د هغه څه ځواب دى چې ده د امريکا "اقتصادي ترهګري" وبلله.
د ده اشاره هغو بنديزونو ته وه چې واشنګتن له اټومي تړونه په يو اړخیز ډول تر وتلو وروسته بیرته پر ايران لګولي دي.