د دې سیالیو په پایلوبه کې چې بېګا شپه د فرانسې په لیون ښار کې ترسره شوه، د امریکا ښځو فوټبال لوبډله وتوانېده چې د هالنډ لوبډلې ته دوه -صفر ماتې ورکړي.
دا څلورم ځل دی چې امریکا د ښځو فوټبال نړیواله اتلولي خپلوي.
د دې سیالۍ تر ۴۵مې منټو پورې که څه هم یوه لوبډله د کوم ګول په وهلو نه وه توانېدلې، خو د سیالۍ په ۶۱م منټ کې امریکايي لوبډلې پینالټي ترلاسه کړه او لومړی ګول يې وواهه، بل ګول د سیالۍ په ۶۹م منټ کې د امریکايي لوبغاړې لېوال له لوري ووهل شو.
د ښځو فوټبال د ۲۰۱۵ میلادي کال نړیوال جام هم امریکايي لوبډلې ګټلی وو.