د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران جنوب لوېدیځ کې زلزله راغلې


ارشیف، په ایران کې د زلزلې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ
ارشیف، په ایران کې د زلزلې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

د ایران په جنوب لوېدیځ کې نن زلزلې یوڅو ودانۍ ورانې کړي دي.

د ایران سرکاري اژانس ایرنا د راپور له مخې دغې زلزلې چې زور یې د رېښتر په کچه ۵،۷ په وو، نن د خوزستان ولایت د مسجد سلیمان ښار ته نږدې سیمې لړزولي.

د لږ تر لږه څلورو کسانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي او عیني شاهدانو لوېدیځو خبري اژانسونو ته ویلي چې زلزلې د ښار په مرکزي برخه کې یوشمېر ودانۍ زیانمنې کړي او ځینې زړې ودانۍ یې په بشپړه توګه ویجاړې کړې دي.

د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې مرکز د دې ښار په جنوب لوېديځ ۲۸ کیلومترۍ کې لس کیلومیټره تر ځمکې لاندې و.

له زلزلې وروسته د نورو ټکانونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

په ۲۰۰۳ میلادي کال د رښتر په مقیاس ۶،۶ زلزلې د ایران بم تاریخي ښار له خاورو سره یو کړ او ۲۶ زره کسان‌ یې ووژل.

XS
SM
MD
LG