روسي ولسمشر ولاديمير پوتین او دهغه ترکي سيال رجب طيب اردغان نن په ټيليفون ترکي ته د اېس ۴۰۰ توغنديو دفاعي نظام د ورکولو په اړه خبرې وکړې.
کرېملن ويلي، په دې اړه شوې معامله اوس د عمليکېدو په حال کې ده.
کله چې د کرېملن له وياند دیمتري پسکوفه وپوښتل شول چې اردغان او پوتین د ميزايل نظام پر سپارلو خبره وکړې او که څنګه؟ د هغه ځواب وو، هو هغو د دې ذکر وکړ او دا سودا د عمليکېدو په حال کې ده.
د انقرې له روس سره دغه معامله د امريکا او ترکي د تاوتريخوالي مهمه وجه ده. واشنګټن وايي، که يې د ناټو ملګری هېواد ترکي د جولای تر ۳۱ مه نېټې پورې د اېس ۴۰۰ مېزايل نظام سودا و نه ځنډوله نو پر انقره ه به د اېف ۳۵ الوتکو راتلونکې ماډل اخیستل ودرول شي.
واشنګټن پر انقرې ږغ کړی چې د اېس ۴۰۰ پر ځای دې د امريکا جوړ شوی پيټرايټ مېزايل سسټم واخلي.