د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دوحې د افغانانو ترمنځ خبرې روانې دي


په دوحې د افغانانو ترمنځ خبرې روانې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په دوحې کې د افغان سیاستوالانو، فعالانو او طالب استازو ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې روانې دي. د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جولای پر اوومه له مشال راډیو سره په خبرو کې د مذاکراتو هرکلی کړی او د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین ویلي، له امریکايي پلاوي سره یې هم د خبرو په اووم پړاو کې زیات پرمختګ کړی دی. په دوحې کې د قطر او جرمني په کوربه توب دا خبرې پر داسې مهال کېږي چې نن طالبانو په غزني کې موټر بم ځانمرګی برید کړی چې پکې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل دي.

XS
SM
MD
LG