د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ له عمران خان سره جولای کې په لومړي ځل ویني


دا به د ټرمپ او عمران خان لومړی ملاقات وي

رسنۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به په جولای کې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره وویني.

دواړه مشران د خرابو اړیکو سمولو په تکل دي.

پاکستانیو رسنیو د جون پر ۲۹مه وویل، خان د جولای پر ۲۰مه په پېنځه ورځني سفر امریکا ته روانېږي.

خو سپینې ماڼۍ لا پر دې خبر له تبصرې کولو ډده کړې.

دا ملاقات پر داسې مهال کېږي چې د ټرمپ حکومت له طالبانو سره د خبرو له لارې د افغانستان ۱۸ کلنې جګړې ختمولو هڅې کوي.

امریکا او افغانستان په بیا بیا پر پاکستان تور پورې کړی دی چې وسله والو طالبانو ته پر خپله خاوره "پټنځایونه" ورکوي.

عمران خان د ۲۰۱۸ز په اګست کې وزیراعظم شو
عمران خان د ۲۰۱۸ز په اګست کې وزیراعظم شو

ولسمشر ټرمپ د همدې تور له کبله په ۲۰۱۸ز کال کې پاکستان ته مرستې بندې کړې.

نوموړي د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پر ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې اسلام اباد ورڅخه د ۱۵ کلونو په موده کې له ۳۳ اربه ډالرو څخه زیاتې پیسې تر لاسه کړې دي خو په بدل کې یې ورته "درواغ" ویلي او "دوکه" یې ورکړې.

نوموړي زیاته کړې وه چې پاکستان "هغو ترهګرو ته پټنځایونه ورکوي" چې امریکا یې په "افغانستان کې پر ضد جنګېږي."

​خو اسلام اباد دا تور ردوي او عمران خان تېر کال پر دې موضوع پر ټوېټر ټرمپ ته ځواب ورکړی وو.

د امریکايي سېنېټ د پوځي خدماتو کمېټۍ مشر لېنډزي ګراهم د ۲۰۱۹ز کال په جنورۍ کې اسلام اباد ته ورغلی وو چې د دواړو هېوادونو له مشرانو سره د ملاقات اسانتیا برابره کړي.

ګراهم هغه مهال ویلي ول چې هیله من دی چې د ټرمپ او خان ملاقات "دوستانه" وي ځکه چې "شخصیتونه یې یو بل ته ورته دي."

عمران خان د ۲۰۱۸ز کال په اګست کې د پاکستان وزیراعظم شو.

XS
SM
MD
LG