د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرانسې ولسمشر د ایران سره د شوي تړون د ژغورولو هڅې کوي


د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مېکرون د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵م کال د جوهري تړون د ژغورلو هڅه کوي.

دا تړون وروسته له هغې د ماتېدو د خطر سره مخ دی چې تېرکال د امریکا ولسمشر ترې خپل هیواد وویست او پر ایران یې یو لړ بندیزونه بیا وضع کړل. د دې په غبرګون د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې وروستیو کې وویل، دوی به د تړون د هغه شرط سره ولاړ پاتې نه شي چې د خپلو غني شویو یورانیمو کچه به له ۳۰۰ کیلوګرامه نه زیاتوي.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مېکرون د جولای پر شپږمه خپل ايراني سيال حسن روحاني سره په ټيلي فونې خبرو کې خبرداری ورکړی چې دا به خطرناک ګام وي او بايد د ايټمي تړون ژغورولو لپاره دواړه مشران خبرې وکړي.

مېکرون په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې د ایران او د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د شوي تړون پر ممکنه کمزوری کېدو او د هغې په پایلو اندېښمن دی. خو نوموړي دا وضاحت نه دی کړی چې ځه ډول اندېښنې لري؟

د ايران او د نړيوالو قدرتونو ترمنځ په ۲۰۱۵کال کې ايټمي تړون شوی وو چې ترمخې یې ایران دا پابندي په ځان منلې وه چې خپل جوهري فعالیتونه به محدودوي او په بدل کې به یې پر دوی لګېدلي بندیزونه نرمېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG