د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: جومات کې چاودنې ۲۱ تنه ټپیان کړي


د افغانستان د غزني ولايت مرکز ته څېرمه د جولای پر پنځمه ماښام په یوه جومات کې چاودنې ۲۱ تنه ټپیان کړي دي.

د غزني والي ویاند محمد عارف نوري تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د خاک غريبان سيمې په جومات کې چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې ٢١ تنه ټپيان شوي.

نوموړي وايي، په ټپيانو کې د درېيو کسانو وضعيت خراب و چې د درملنې لپاره مرکز کابل ته لېږدول شوي او پاتې ټپيان په غزني کې تداوي کېږي، ممکن د ټپيانو شمېر تر دې هم زيات وي.

بلخوا د غزني د ولسي روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت د جولای پر پنجمه شپه مشال راډیو راډیو ته وویل، له دغې پېښې څخه تر اوسه پورې یو تن وژل شوی او ۲۰ ټپیان د دوی روغتون ته وروړل شوي دي.

خو د سیمې خلک بیا وايي، په برید کې ۲۷ تنه ټپیان دي او دوه تنه وژل شوي دي.

د پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG