د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د برتانیې لخوا د ایراني ټانکر نیول ستایلي


د امریکا جنډۍ.
د امریکا جنډۍ.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د جولای پر څلورمه پر ټویټر ولیکل، امریکا او اتحادیان به د تهران او دمشق حکومتونو د ناقانونه کاروبار مخه نیول جاري ساتي.

برتانوي سمندري ځواکونو د جولای پر څلورمه د جبل الطارق په جنوبي اوبو کې د ګرېس یو په نامه هغه ایراني ټانکر ونیو چې د شام لپاره یې تېل بار کړي و.

لندن ویلي، ټانکر د اروپایي اتحادیې لخوا د لګول شویو بندیزونو سرغړونه کړې، خو تهران دا کار غندلی او ناقانونه مداخله یې ګڼلې ده.

د برتانیې د وزیراعظمې یو ویاند هم د خپلو ځواکونو لخوا د ایراني ټانکر د نیولو هرکلی کړی او دا یې پر ځای اقدام بللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG