د ګوزن مخنیوي ادارې چارواکي وايي چې په دې پنځو ماشومانو کې درې د بنو او دوه د تور غر ضلعې دي.
د یادې ادارې د عملياتو څانګې مشر کامران اپرېدي د جولای پر درېمه مشال راډیو ته وویل دا د میندو او پلرونو ذمه واري ده چې خپلو بچیانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي.
سږ کال په ټول پاکستان کې ۳۷ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي چې ۳۱ پکې د خېبر پښتونخوا دي.