د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو کابل کې یو ځانمرګی بریدګر نیولی


ارشیف، کابل کې یو تن نیول شوی ځانمرګی برید کوونکی
ارشیف، کابل کې یو تن نیول شوی ځانمرګی برید کوونکی

د افغاستان د کورنيو چارو وزارت وايي، بېګا د جولای پر درېمه په کابل کې يو ځانمرګى بريدګر هدف ته تر رسېدو مخکې په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي پر ټويټر ليکلي چې دې بریدګر غوښتل په کابل کې زنبق څلورلارې ته نېږدې د احتجاجي وکیلانو خيمه په نښه کړي.

د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو ځينې ناکامه اعلان شويو کانديدانو له څو اوونيو راهيسې احتجاجي خېمه درولې او ادعا کوي چې له دوی سره بې انصافي شوې ده.

XS
SM
MD
LG