د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي ضلعو کې د ضمني ټاکنو تیاریانې


تېر ځل په ۲۰۱۳ز کال کې په پاکستان کې ټولټاکنې شوې وې
تېر ځل په ۲۰۱۳ز کال کې په پاکستان کې ټولټاکنې شوې وې

د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي، په قبایلي ضلعو کې د ټاکنو تیارۍ په مکمل ډول روانې دي که څه هم دغه سیمې د امنیت له پلوه نسبتاً حساسې دي.

بلخوا د شمالي وزيرستان کانديدان له حکومته غوښتنه کوي چې د وزیرستانونو په ځینو سیمو کې لږېدلې دفعه ۱۴۴ ختمه کړل شي څو دوی په ازادانه توګه خپل انتخاباتي کمپاین پرمخ بوځي.

خو د وزیرستان انتظامي چارواکي وايي، د امنيت په خاطر يې دغه ګام پورته کړی دی.

په قبايلي ضلعو کې په لومړي وار د صوبايي اسمبلۍ لپاره انتخابات د جولای پر۲۰مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG