د کرېکټ په نړیوال جام کې نن چارشنبه کوربه انګلستان له نیوزي لنډ سره لوبه کوي.
د دوی لوبه پرځایي وخت پر لس نیمو بجو د انګلستان د درهم په چیسټر لي سټریټ لوبغالي کې پيلېږي.
که په دوی کې یې هر یو لوبه وګټي نیمه پایلوبې (سیمي فاینل) ته خېژي.
دواړو ټیمونو په نړیوال جام کې پنځه پنځه لوبې ګټلي.
تر دې مخکې د جولای پر دوهمه د کرېکټ لوبه کې هند د بنګلهدېش ټیم ته ماته ورکړه او له اسټرالیا وروسته د دوهم ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته ووت.
تمه ده سبا د افغانستان د کرکټ ملي ټیم خپله وروستۍ، نهمه لوبه له وېسټ انډیز سره وکړي.
افغانستان اته پرلهپسې لوبې بایللي او وېسټ اندیز یوازې یوه ګټلې.