د لاسرسي ځای

تازه خبر

‎افغان ولسمشر د کندهار هوايي ډګر د احمد شاه بابا په نوم کړ


له کندهار ښاره تر هوايي ډګره غځېدلی سړک د پخواني قوماندان جنرال رازق په نوم پرانیستل شو.
له کندهار ښاره تر هوايي ډګره غځېدلی سړک د پخواني قوماندان جنرال رازق په نوم پرانیستل شو.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني نن کندهار ولایت ته تللی دی او یوشمېر پروژې يې پرانیستې دي.

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر د ځینو ټولګټو پروژو د پرانیستلو ترڅنګ د کندهار له مشرانو، عالمانو، ځوانانو او ښځو سره جلا جلا لیدنې کوي.

ولسمشر اشرف غني سهار په اوو بجو کندهار ته په رسېدو د دغه ولایت هوایي ډګر د احمد شاه بابا په نوم ونوماوه.

هغه همداراز له کندهار ښاره تر هوايي ډګره غځېدلی سړک هم د د وژل شوي پخواني قوماندان جنرال رازق په نوم پرانیسته.

ولسمشر په دامان ولسوالۍ کې د لمرینې برېښنا پروژه پرانیسته او تمه ده په عینو مېنه کې ۳۵۰ بستریز روغتون هم پرانیزي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG