د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د سرتاج خان د وژنې پرضد اې اېن پي لاریون وکړ


پېښور کې د سرتاج خان د وژنې پرضد اې اېن پي لاریون وکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:25 0:00

د جولای پر دوهمه نېټه د عوامي نیشنل ګوند سلګونو غړيو په پېښور کې د خپل ګوند د يوه مشر د وژنې پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه. په دې مظاهره کې چې د ګوند مشرانو هم ګډون پکې کړی و له حکومته غوښتنه وکړه چې د سرتاج خان قاتلين دې ونيسي. د غلام غوث ویډيو راپور د ګوند يو مشر ميا افتخار حسېن پر دې مهال وويل چې په تېرو وختونو کې هم د انتخاباتو پر مهال ځینو قوتونو دوی ته حالات خراب کړي وو چې اوس بيا هغه عمل تکرارېږي. د عوامي نېشنل ګوند د پېښور ښار مشر سرتاج خان د تېرې شنبې په ورځ په پېښور کې ووژل شو. ياد ګوند د نننۍ مظاهرې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې په لسو ورځو کې دننه دې قاتلان معلوم او ګرفتار کړې ګنې بیا به دغه ګوند په ټوله صوبه کې احتجاج اعلانوي. بلخوا د خېبر پښتونخوا وزيراعلا د سرتاج خان د وژلو په اړه د پلټنو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG