د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب کې ډرون برید نهه کسان ژوبل کړي

د سعودي د ابها هوایي ډګر یو انځور
د سعودي د ابها هوایي ډګر یو انځور

په یمن کې د سعودي عرب په مشرۍ ایتلافي ځواکونه وایي، د سعودي عرب په ابها هوايي ډګر کې د ایران پلویو حوثیانو په یوه ډرون برید کې نهه کسان ژوبل شوي دي.

د سعودي سرکاري خبري اېجنسۍ د ایتلافي ځواکونو د دغه بیان په اړه لیکلي چې د جولای پر دویمه سهار وختي په دغه برید کې د سعودي اته کسان او یو هندي وګړی ژوبل شوي دي.

بلخوا د حوثیانو یو ویاند ویلي د دوی ډلې د سعودي عرب د اصر صوبې ابها هوایي ډګر په پراخو عملیاتو کې په نښه کړی.

د تېر جون په میاشت کې هم په دغه هوایي ډګر په یوه حمله کې یو تن وژل شوی وو چې ذمه واري یې په یمن کې مېشت دغې ډلې منلې وه.

XS
SM
MD
LG