د لاسرسي ځای

تازه خبر

 شمالي وزیرستان کې هدفي بریدونو دوه تنه وژلي


له ارشیفه د شمالي وزیرستان په میرلي کې پروسږ کال (۲۰۱۸) د هدفي بریدونو خلاف ولس پرلتونه هم کړي ول. ۲۰۱۸ ز کال د مې ۱۵مه

په شمالي وزیرستان تحصیل شوه کې چارواکي او ځايي وګړي وايي چې هلته دوه تنه په هدفي بریدونو کی وژل شوي دي، چې د دوشنبې پر ورځ یې مړي د شوه تحصیل له ځالوخېلو او شیځاکه سیمو موندل شوي دي.

له سیمې څخه مشال راډیو ته د رارسېدلو مالوماتو له مخې د جولای پر لومړۍ نېټه لس تنه مولوهلیو/پټمخیو وسلوالو یو تن په ډزو وواژه او په تېښته بریالي شول او بل تن چې دوه ورځې وړاندې تښتول شوی وو، د دوشنبې ورځ یې مړی په شېځاکه سیمې کې موندل شوی دی.

په وزیرستانونو کې هدفي بریدونو په ولس کې اندېښنې راټوکولې چې د ضرب عضب عملیاتو پس یې لاهم یې سرونه خوندي دي.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند میډیا ته په استولي پېغام کې د دواړو پېښو زمه واري منلې ده.

په وزیرستانونو کې هدفي بریدونو په ولس کې اندېښنې راټوکولې چې د ضرب عضب عملیاتو پس یې لاهم یې سرونه خوندي دي.

په شمالي وزیرستان کې د چارواکو او ځایي خلکو د وېنا تر مخه د ۲۰۱۸ کال راهیسې تر ۵۰ زیاتې هدفي پېښې شوې دي چې پکې لسګونه مشران، ځوانان او سرکاري اهلکاران په نښه شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون ځايي ولسونو په بیا بیا د بدامنۍ او هدفي بریدونو د روانې لړۍ پرضد لاریونونه او پرلتونه کړي او ویلي یې دي، دا د سرکار دنده او فریضه ده چې ولس وژغوري ځکه چې د پي ټي اېم د سر سر په غوښتنو کې یوه د پښتنو په سیمو کې د هدفي بریدونو مخنیوی دی.

سرکاري چارواکیو وړاندې ویلي دي چې په سیمه کې تر ډېره ځایه امنیت پرځای شوی دی او د دغه ډول پېښو د مخنیوي هڅې کوي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG