د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هدفي وژنو خلاف د اې اېن پي لاریون


پېښور کې د عوامي نیشنل ګوند سرتاج خان جنازه وشوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:29 0:00

پېښور کې د عوامي نیشنل ګوند سرتاج خان جنازه وشوه

عوامي نېشنل ګوند د نهې/سېشنبه پر ورځ له په پېښور کي د هغوی د ګوند پر مشرانو او کارکنانو د هدفي بریدونو پرضد د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته د احتجاج کولو اعلان کړی دی چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې یې هدفي وژنه روانه ده.

د تېر خالي په ورځ/شنبه د عوامي نېشنل ګوند د پېښور ښاري برخي مشر سرتاج خان په هدفي برید کي وژل شوی وو او بېګا په سوات کي د یاد ګوند د مشر عبد الله یوسفزي ورور او وراره د ډزو په یوه پېښه کې ژوبل شوي دي.

د سرتاج خان د وژنې خلاف عوامي نېشنل پارټۍ یو درې ورځنی ویر اعلان هم کړی وو.

که څه هم اعلا وزیر محمود خان د سرتاج خان د وژنې پېښه په پام کې نیولې وه او د صوبې امنیتي ادارو یې د پېښې پلټلو لپاره یوه پلټونکې ډله هم کمېټۍ ګومارلې وه خو د عوامي نېشنل صوبايي جنرل سېکرېټري سردار حسېن بابک وايي د دغه ډول بریدونو د مخنیوي په لړ کی د امنیتي ادارو او له حکومتي ګامونو ډاډه نه دي نو ځکه یې د احتجاجونو پلان جوړ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG