د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجاب کې د اور لګېدو په پېښه کې له ۱۰۰ زیات وژل شوي


اسلام اباد - د پنجاب په بهاولپور کې د اور لګېدو په پېښه کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

رسنۍ وايي، پېښه د بهاولپور د احمدپور په سیمه کې پر لویې لار شوې ده. د سیمې یوه انتظامي مشر رانا محمد سلیم رسنیو ته ویلي چې پر لویې لار د تېلو یو ټانکر اوښتی وو او خلکو ورڅخه تېل وړل چې پکې اور بل شو.

سلیم وايي، په پېښه کې ۱۲۳ کسان وژل شوي دي او یو شمېر ژوبل دي.

دی وايي، د بهاولپور په روغتونونو کې د سویو درملنې اسانتیاوې نشته نو ځېنې ژوبل کسان ملتان ته رسوي.

ملتان له بهاولپوره ۱۰۰ کیلومیټره لرې دی.

د اور له کبله پر لویې لار یو شمېر ګاډي او موټرسایکلونه هم سوځېدلي دي.

د پاکستان پوځ وايي، سیمې ته یې خپل هیلیکاپټرونه لېږدولي دي او له هغه ځایه ژوبل او مړي بېلا بېلو روغتونونو ته وړي.

XS
SM
MD
LG