د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د سولې راوستو کې همکاري وکړي: اشرف غني


محمد اشرف غني
محمد اشرف غني

پراګ - د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي پاکستان بايد د سولې په راوستو کې ورسره همکاري وکړي. ولسمشر غني دا څرګندونې پرون [د جون ۲۷مه] په اسلام اباد کې د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز کې په وينا کې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې د تجارتي اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

اشرف غني دغې غونډې ته په وينا کې وويل چې له پاکستان سره اړيکې عادي حالت ته رواستل غواړي.

نوموړي زياته کړه چې پروژې نه بلکې مضبوط نظام د رابطو غوره سرچينه ده او دا د حکومتونو مسوليت دی چې په دې لړ کې کار وکړي او تجارتي اړيکې زیاتې پياوړي کړي. غني وويل چې د دې لپاره سياسي هوډ ډېر اړين دی.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د مې پر ۲۹مه نېټه د شوې لويې جرګې حواله ورکړه او زياته يې کړه چې د دې جرګې په ۲۳ نکاتو کې دوه تر ټولو مهم ول.

((هغوی ما ته او حکومت ته لارښونه وکړه چې له پاکستان سره اړيکې عادي کړو. بله لارښونه يې دا وکړه چې په هېواد کې دننه او په سيمه کې د وسلوالې جګړې سوله ييز حل راوباسي. د اړيکو د ښه کولو لپاره ماضي ته نه ګورمه بلکې مخې ته ليد پکار دی. د دې لپاره د ښې ستراتيژۍ ضرورت دی او پاکستان خپله د بدې ستراتيژۍ خبره منلې ده چې غوره خبره ده.))

ولسمشر غني وويل چې د تورخم لاره د ۲۴ ساعتونو لپاره د پرانيستې ساتلو پريکړې سره به د دواړو هېوادونو د سوداګرو ستونزې حل شي.

((زه د پاکستان ولس ته خپله مفکوره وړاندې کوم چې د سولې په راوستو کې ورسره همکار شي. له دې سره به ټولې خبرې او ستونزې هواري شي. زموږ لويې جرګې د سولې خبره کړې خو د دې معنا دا نه ده چې طالبان طاقتور دي بلکې امنيتي حالات بدلېږي او د پرمختګ په حال کې دي.))

اشرف غني وويل چې د دوی اجنډه دواړه هېوادونه له يو بل سره نښلول دي او په جمهوري طريقې سره مخې ته تګ غواړي.

دغې غونډې ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هم وينا وکړه او ويې ويل چې په دواړو هېوادونو کې منتخب جمهوري حکومتونه موجود دي او په ډېر مسوليت سره به د ولس د خېر ښېګړي لپاره کار وکړي.

قريشي وويل چې تر څو په سيمه کې امن نه وي راغلی تر هغه وخته خپل اهداف نه شې تر لاسه کولای او په دې لړ کې همکاري ډېره ضروري ده.

اشرف غني د جون پر ۲۷مه د پاکستان په دوه ورځني سفر دغه هېواد ته تللی دی. نوموړي د پاکستان له وزيراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي سره هم ملاقاتونه وکړه.

XS
SM
MD
LG