د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او پاکستان د "همکاریو نوی باب" پرانیزي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان اسلام اباد کې له افغان ولسمشر سره خبرې وکړې
د پاکستان وزیراعظم عمران خان اسلام اباد کې له افغان ولسمشر سره خبرې وکړې

اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم او افغان ولسمشر د همکاریو او ملګرتیا د نوي باب پر پرانیستو سلا شوي دي.

د جون ۲۷مې پر ماښام د پاکستان وزیراعظم عمران خان او افغان ولسمشر اشرف غني له دفترونو په خپرو جلا، جلا بیانونو کې راغلي چې دواړو مشرانو د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ د افغانستان د سولې او ثبات په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې.

د افغان ولسمشر یوه ویاند شاه حسین مرتضوي د جون ۲۷مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې افغان ولسمشر او عمران خان ټینګار وکړ چې له پخوانیو تېروتنو باید زده‌کړه وشي: "یوه نوې خبره چې په سیمه کې پېښه شوې یو نوی لیدلوری دی او دا چې د افغانستان د سولې په تړاو یوه اجماع رامنځته شوې او موږ تمه لرو چې پاکستان به هم په نوي چاپېریال کې یو مثبت رول ولوبولای شي. په هره اندازه چې په سیمه کې سوله او ثبات ولرو ګټه یې د دواړو هېوادونو خلکو ته رسېږي. باید د ماضي اسیران نه شو او زموږ اقدامات باید د راتلونکې لپاره وي. څومره چې د دواړو هېوادونو د خلکو او دولتونو ګډو ګټو ته په پام سره راتلونکې ته وګورو په همغه کچه کولای شو چې د زیاتې همکارۍ لپاره امکانات ولرو."

که پاکستان بیا هم د تېر په څېر د سولې په اړه سېمبولیک حرکات وکړي نو فکر نه‌ کوم چې په نورو ساحو کې هم د پام وړ انکشاف وشي.
نصر الله ستانکزی

د پاکستان وزیراعظم دفتر په بیان کې راغلي چې عمران خان له ولسمشر غني سره په کتنه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هڅو سره مرسته ګډ مسوولیت بولي او پر ملاتړ یې ټینګار کوي.

د بیان له مخې دواړو مشرانو موافقه کړې چې په افغانستان کې دایمي سوله به دواړو هېوادونو ته پریمانه اقتصادي ګټه راوړي.

د سیاسي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی باور لري چې د افغان ولسمشر سفر به یوازې هله ګټور وي چې پاکستان د افغانستان د سولې په مسئله کې صادق وي.

ستانکزي زیاته کړه: "که اشتباه هم شوې د پاکستانیانو له‌ خوا شوې نه د افغانانو له‌خوا. که پاکستان په ستراتیژیک لحاظ د سولې په مسله کې همکاري وکړي نو په نورو ساحو کې د همکارۍ امکانات شته، خو که پاکستان بیا هم د تېر په څېر د سولې په اړه سېمبولیک حرکات وکړي نو فکر نه‌ کوم چې په نورو ساحو کې هم د پام وړ انکشاف وشي."

ولسمشر اشرف غني یو لوړپوړي حکومتي پلاوي مشرۍ د جون پر ۲۷مه په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ورغی.

د افغانستان او پاکستان مشرانو په خپله کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونو په اړه هم خبرې وکړې.

د پاکستان حکومت د رسنیو دفتر د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خولې وايي چې د پاکستان او افغانستان مشرتابه د تورخم لارد ۲۴ ساعته تګ راتګ لپاره پر پرانیستو موافقه وکړه.

غني د پاکستان له ولسمشر عارف علوي، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د سیاسي ګوندونو او مذهبي ډلو له یو شمېر مشرانو او له هغې ډلې له شهباز شریف، بلاول بوټو زرداري، محمود خان اڅکزي او مولانا فضل الرحمن سره هم ولیدل.

د افغانستان او پاکستان اړیکي تل کړکېچن ول.

په دې وروستیو څو کلونو کې افغان چارواکو په پرله پسې ډول پاکستان تورن کړی چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د هڅو او د ترهګرو او سختدریځو ډلو پر ضد د مبارزې په برخو کې یې لازم اقدامات نه‌ دي کړي، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG