د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی: سکاټ ميلر

جنرال سکاټ ميلر
جنرال سکاټ ميلر

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان وايي، داعش ډله د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی.

دا خبره جنرال سکاټ مېلر پرون ماښام [د جون ۲۷مه] د بېلجیم په پلازمېنه برسلز کې د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې وکړه.

((ما د داعش په اړه خبرې کړې دي. زما په فکر دا په افغانستان کې دننه یوه ډېره خطرناکه ډله ده او همداراز، د سیمې، اروپا او امریکا لپاره یو ګواښ دی.))

دا مهال د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې څه باندې ۱۷ زره نړیوال سرتېري په افغانستان کې دېره دي چې افغان پوځیان روزي او مشورې ورکوي.

XS
SM
MD
LG