د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په افغانستان کې د ناټو ملاتړ ماموریت ته ژمنه ده


د امریکا د دفاع وزارت سرپرست مشر په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت د ملاتړ ژمنه تکرار کړې.

مارک اېسپر د جون پر ۲۷ه په برسلز کې د ناټو اېتلاف د دفاع وزیرانو د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل، واشنګټن د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو کلک ملاتړ کوي.

په عین حال کې د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ پرونۍ غونډې ته وویل، دا ټلواله په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګښت ته ژمنه ده او په دې برخه کې د امریکا د هڅو ملاتړ کوي.

زلمي خلیلزاد تر اوسه په قطر کې له طالبانو سره شپږ ځلې خبرې کړې دي او ټاکل شوې چې دوحې د مذاکراتو اووم پړاو د جون پر ۲۹مه پیل شي.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی.

XS
SM
MD
LG