د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار نښته: څلور پولیس او ۱۵ وسله وال شوي


په کندهار کې د افغان ځواکونو عملیات.
په کندهار کې د افغان ځواکونو عملیات.

د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې څلور پولیس او پنځلس وسله وال طالبان وژل شوي.

د کندهار خاکریز امنیه قومندان نظر علي ازادي رادیو ته وویل چې وسله والو طالبانو بېګا شپه د خاکرېز ولسوالۍ په ډب خاکریز سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړه.

د نظر علي په وینا دغه نښتې چې تر سهار يې دوام کړي پرمهال ېې څلور پولیس او ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي، دوه پولیس او د دوو قومندانانو په ګډن اته وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو په دغه جګړه کې د ۱۴ پولیسو د وژل کېدو او یوه پولیس د ژوندي نیول کېدو ادعا کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG